د ایتالیا صدراعظم له رواني پلوه د اروپا د ماتیدو په وړاندې خبرداری ورکړ

د ایتالیا صدراعظم ماریو مونتی له رواني پلوه د اروپا د ماتیدو په وړاندې خبرداری ورکړ، چې د ده په وینا باید مخه یې ونیول شي.

مونتي د جرمني دیرشپیګل مجلی ته پرون وویل چې د ایروزن بحران په ملي سطحه قهراوغوصې راپارولي چې کیدای شي اروپایي اتحادیه سره وویشي.

په عین حال کې د اروپایی کمیسیون، د اروپا د مرکزي بانک او د نړیوال وجهی صندوف ای ام ایف د څارونکو ډله پرون له اتن څخه لاړه. دغو څارونکو په اتن کې څو ورځې د یونان له نوي ایتلافي حکومت سره په خبرو تیرې کړې.

د ای ام ایف د ډلې مشر پاول ټامسن وویل، په دغو خبروکې ښه پرمختګ شوی او په سپټمبر کې به بیا پیل شي.

د یونان حکومت د نړیوالو د میلیارډونو ایرو بلې مرستې ته اړتیالري چې خپل پورونه او لګښتونه پرې تامین کړي.