د دفاع او کورنيو چارو وزيران بېواکه اعلان شول

ولسي جرګې د دفاع او کورنیو چارو له وزیران عبدالرحیم وردګ او بسم الله محمدي څخه د باور رایه واخیستله.

په استیضاح کې د بریاليتوب لپاره دواړو وزیرانو باید یو سلو څلورویشت رایې پوره کړې وې، خو عبدالرحم وردګ دوه اویا او بسم الله محمدي نوي رایې خپلې کړې او په دې توګه د ولسي جرګې د باور رایو په ګټلو کې پاتې راغلل.

ولسي جرګې د دفاع او کورنیو چارو وزیران پر کونړ د پاکستان له خاورې د راکټي بریدونو او ځینو نورو ستونزو له امله استیضاح کړي و.

په دې پروګرام کې پر همدې مسئلې خبرې شوې دي:

Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې لومړۍ برخه


Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې- دويمه برخه



عصمت څاروان او قادر حبيب د پروګرام کوربانه دي