په هرات ولایت کې یوې چاودنې درې تنه ماشومان ووژل

د هرات امنیتي مسوولان وایي، چې په ګلران ولسوالۍ کې په یوه چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي آزادي راډیو ته وویل؛ چې دا پیښه تیرماښام شوې او درې واړه ماشومان له شپاړس کلونو څخه کم عمرونه لري.

ده څرګنده کړه، چې دې ماشومانو له چاودیدونکو موادو سره چې په سیمه کې یې موندلي وو؛ لوبې کولې چې پرې وچاودیدل.

د هرات ګلران ولسوالۍ له ایران سره ګډه پوله لري او امنیتي مسوولان وایي؛ چې په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفانو فعالیتونه په کې زیات شوي دي.