په داغستان کې یوه سخت دریځي د تېرې میاشتې حملې مسوولیت په غاړه واخیست

يوه اسلامي سخت دريځي په داغستان کې د تيرې مياشتې د بريد مسوليت منلي دي.

په دې بريد کې، چې د جولای د مياشتې په ۱۹ نيټه د روسيې په داغستان جمهوريت کې وشو؛ يو ديني عالم ووژل شو او د دې هيواد لوی مفتي سخت ټپي شو.

يوه تن، چې ځان د محمد په نوم معرفي کوي، په يوه ويډيويي کسټ کې ويلي؛ چې دا عمليات د ده په لارښوونه د ده په وينا د خدای د دښمنانو پر ضد ترسره شوي دي.

محمد په دې ويډيو کې دعوه کړې، چې د داغستان د مجاهدينو امير دی.