په بامیانو کې لس تنه افغان او نیوزیلنډي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

په افغانستان کې دوه نيوزيلنډي پوځيان له وسله والو مخالفانو سره په نښته کې مړه او شپږ نور ژوبل شول.

د نيوزيلنډ دفاع وزير وويل، دا دوه سرتېري يې پرون د باميان ولايت په دوآب ولسوالۍ کې ووژل شول.

نيوزيلنډي ځواکونه په سيمه کې د هغو افغان ځواکونو ملاتړ ته ورغلي وو؛ چې د دولت وسله والو مخالفانو پرې حمله کړې وه.

په نښته کې دوه افغان امنيتي ځواکونه هم ووژل شول.