د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره ″کټرین اشټون″ وايي، ایران چمتو شوی دی، چې د اګست د میاشتې په پای کې د خپل اټمي پروګرام په اړه خبرو اترو ته کیني.
اشټون په یوه بیان کې ویلي دي، چې د ایران اتومي مزاکره کونکي سعید جلیلي په تیلفوني خبرو کې موافقه کړې ده؛ چې د یو څه زیات غور وروسته به د دې میاشتې په پای کې یو ځل بیا خبرو ته چمتو شي.
مېرمن اشټون نه دي ویلي، چې دا خبرې اترې به مخامخ خبرې اترې وي کنه. دا په تیره اونۍ کې د دواړو خواوو د استازو تر منځ په استانبول کې د خبرو وروسته لومړنی تیلفوني تماس دی.
د نړۍ شپږ قدرتونه، بریتانیا، چین، فرانسه، جرمني، روسیه او امریکا چې اشټون یې استازیتوب کوي؛ هڅه کوي، چې د بندیزونو او ډیپلوماټیکو هلو ځلو له لارې ایران له خپل اټمي پروګرام لاس په سر کړي.
د اپریل د میاشتې راهېسې په درې پړاوو خبرو کې تر اوسه دوی کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي.