بې سرحده خبریالانو پر تاجکستان د انټرنټي پاڼو د تړلو په خاطر نیوکه کړې

د بې سرحده خبریالانو ټولنې پر تاجکستان انتقاد کړی دی، چې له سلو زیاتې انټرنټي پاڼې یې تړلي دي.

دې ادارې په یوه اعلامیه کې چې پرون یې خپره کړې ده؛ ویلي، چې د چارشنبې په ورځ په تیرو دوو میاشتو کې د دویم ځل لپاره د ″اسیا پلز″ په نوم خپلواکه او مهمه خبري پاڼه په تاجکستان کې تړل شوې وه.

د تاجکستان دولت بیا تخنیکي ستونزې د دې سبب بللي؛ چې خلک دا ویب پاڼه نه شي کتلی.

د بې سرحده ژورنالیستانو سازمان وايي، پر انټرنټ د تاجک چارواکو زیاتیدونکی سانسور د دې سبب کېږي؛ چې دا هېواد د انټرنټ د دښمنان په هغه لیست کې شامل شي؛ چې دا سازمان یې هر کال خپروي.