د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولایت ځینو نسباً ناامنه ولسوالیو کې به ۱۵۰۰ تنه سیمه یېز پولیس په دندو وګماري.
د ننګرهار د امنيې قومندان مل پاسوال عبدالله عظم ستانګزي نن خبریالانو وویل، چې دغه پولیس به په شيرزاد، حصارک، پچيراګام او چپرهار ولسوالیو کې رامنځ ته شي.
نوموړي وویل، په دغو ولسوالیو کې د دولت مخالفين، په اسانۍ سره کولای شي، چې خپل چریکي بریدونه ترسره کړي.
ښاغلي ستانکزی زیاته کړه، د کورنیو چارو وزارت منلې، چې په دغو لرو پرتو نارامه سیمو کې سیمه ایز پولیس جوړ کړي.