د هسپانې په کادیز کې يې درې کسان له القاعده شبکې سره د تړاوو په تور نیول شوي

د هسپانې پولیس وايي، په جنوبي ولایت کادیز کې يې درې کسان له القاعده شبکې سره د تړاوو په تور نیولي دي.

د هسپانې راډیو د دې هېواد د پولیسو په حواله ویلي، چې په نیول شوو مشکوکو کسانو کې دوه د چیچینیا او یوه د ترکې دی.

ټاکل شوې، چې د هسپانې د کورنیو چارو وزیر نن ناوخته په دې اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي.

په ۲۰۰۴ کال په هسپانیه کې یوې بمي حملې چې القاعده پورې وتړل شوه ۱۹۱ کسان وژلي وو.