په هند کې ، نن د برښنا جریان بیرته عادي شو

چارواکې وایي، د سې شنبې په ورځ چې د هند د شاوخوا نیمایي برخې بریښنا د لسو ساعتونو لپاره بنده شوې وه، نن د برښنا جریان بیرته عادي شو.

د هند د برښنا وزیر ویراپا مویلې نن خبریالانو ته وویل، برښنا په بشړ ډول چالان شویده.

د هند د برښنا دولتې کمپنۍ وایي، په مرکز نوي ډهلې ، شمالې، ختیځو او شمال ختیځو سېمو کې د برښنا جریان عادي حالت ته راغلی دی.

د سه شنبې په ورځ د هند په ۹ ایالتونو کې د برښنا جریان بند شوی و او شاخوا ۶۲۰ میلونه خلک یي په تیاره کې کړې وو. د برښنا په بندیدو سره د اوبو جریان کم شو، د ټرافیکو او اورګاډو جریان هم ګډوډ شوی و.