د سوریې حکومتي جنګي الوتکو په حلب کې د یاغیانو په سنګرونو بمې حملې وکړې

د سوریې حکومتي جنګي الوتکو تېره شپه په حلب ښار کې د یاغیانو په سنګرونو بمې حملې وکړې او بشار الاسد ته وفادار ځواکونه هڅه کوې چې ښار بیرته له مخالفانو څخه ونیسي.

راپورونه خپاره شوي، چې نن د حلب ښار په شاوخوا کې له هغو ځایونو څخه لوګي پورته کیدل، چې یاغیان او حکومتي عسکر په کې په جګړو کې ښکیل دي.

د امریکا NBC تلویزیون راپور ورکړ چې د ازادې سوریې پوځ له ځمکې نه هوا ته توغندې تر لاسه کړې او د حکومت د جنګې هلیکوپترو پر ضد به یي استعمال کړي.

د تلویزیون په راپور کې ویل شوي، یاغیانو ته له ګاونډي هېواد ترکیې څخه د هوایې دفاع انتقالیدونکې توغندي رسیدلې دي.

جګړې د سوریې په مختلفو برخو کې روانې دې، خو حکومتې ځواکونه په دې وروستیو ورځو کې د حلب ښار ته متوجه شوې او تېره اوونۍ یي د مرکز دمشق په داخل او شاوخوا سېمو کې د وسله والو یاغیانو سنګرونه له منځه یوړل.

د جګړو له امله په زرونو کسان کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.