د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر لیون پنیتا له مصر نه اسرائیل ته لاړ.
پنیتا په قاهرې کې د مصر له نوي مشرتابه سره وکتل، ده د مصر له جمهور رئیس سره د کتنې په اړه وویل:
“زما قناعت حاصل شو، چې جمهور رئیس مرسې یو مستقل سړی دی او د ټولو مصریانو جمهور رئیس دی. دی واقعا په مصر کې د ډموکراټیکو بدلونونو عملې کولو ته ژمن دی”.
پنیتا د ایران د اټومې پروګرام په اړه وویل:
“زموږ دواړه هېوادونه متعهد دي چې ډاډ حاصل کړې، ایران اټومې وسلې نه پراخوې او په دې توګه به موږ خپل ګډ کار او هلو ځلو ته دوام ورکړو چې ایران د اټومي وسلو د پراختیا مرحلې ته ونه رسیږې”.
تمه ده، چې د امریکا دفاع وزیر به له اسرائیلې چارواکو سره په ایران باندې د اسرائیلو د حملې د ګواښونو او د سوریې د شخړو په اړه خبرې وکړي.
لیون پنیتا د اسرائیلې خبرې رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې وایې، دی غواړي په ایران باندې د امریکا د پوځي حملې پلانونه له اسرائیلو سره شریک کړي.
د امریکا دفاع وزیر وایي، د اسرائیلو له صدراعظم بینیمین نتنیاهو او دفاع وزیر یهود بارک سره به د ده خبرې، په دې باندې وڅرخې چې د ایران د اټومې پروګرام ګواښونه کوم دې، څنګه باید ورسره مقابله وشې او په دې کار کې د دواړو هېوادونو ترمنځ څنګه استخباراتې معلومات شریک شي.