د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمیسیون هم تیره اونۍ په دې اړه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې باید د دې تاسیساتو د ویجاړولو مخه ونیول شي.
ولسمشر کرزي د مالیې وزارت په مشرۍ یوه کمیسیون ته دنده سپارلې، چې له بهرنیو ځواکونو څخه دا تاسیسات ترلاسه کړي.
په عین حال کې وسله والو طالبانو هم په خپله انټرنیټي پاڼه کې په یوه بیان کې په دې اړه له افغان حکومت او ولسي جرګې سره ورته نظر څرګند کړی او د دې تاسیساتو له منځه وړل یې غیر منطقي کار بللی دی.
په دې بحث کې دا څیړو، چې دا تاسیسات د افغانستان لپاره څومره مهم دي، ترکومه حده کولای شي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره ګټور واقع شي او ولې نړېوال ځواکونه غواړي چې دا تاسیسات ویجاړ کړي.
په بحث کې راسره میلمانه دي:
۱- د حق او عدالت ګوند غړی حمید الله فاروقي
۲- د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل
دې بحث ته مو د ولسي جرګې د دفاعي چارو د کمیسیون غړی ښاییسته باز ناصري او د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري هم را غوښتي ناصري صاحب د نا څرګندونو دلایلو له امله او جنرال وزیري د کاري مصرفیتونو له امله په کې برخه وانه خیسته.