ناټو یو ځل بیا په دې ټینګار کړی، چې افغانستان به یواځي پرینږدي

ناټو یو ځل بیا په دې ټینګار کړی، چې افغانستان به یواځي پرینږدي، ډګر جنرال ستیفن ‌ډي، چې په کابل کې د ایساف د مرکزي قوماندانۍ مرستیال دی وايي:

وتل او دا هیواد یواځې پریښودل په دې معني دی چې له یوې سیمې نه څوک ځان کوښه کړي او همداسي یې پریږدي . خو دې استرالیایی جنرال ټینګار وکړ چې دوی به افغانستان یواځي نه پریږدي .
دې لوړ رتبه پوځې ویلي چې په افغانستان کې به ددوې روزنیز ماموریت دوام وکړي .

جنرال ستیفن دی وویل، نړېوالې ټولنې همدا شان ژمنه کړې، چې د افغان حکومت او خلکو تر څنګ به ولاړ وي او دوې دی اطمینان ولري چې با ثباته راتلونکی به ولري.

هغه هېوادونه چې د ناټو تر ماموریت لاندې په افغانستان کې فعالیت ترسره کوي تر اوسه یې د افغانستان په اړه ډیرې ژمنې کړي او تر ټولو تازه ژمني یې په توکیو کې وکړې.