د سوریې حکومتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ هم د حکومت پرمخالفینو د حلب په ښار کې د هلیکپترو او نورو بېلابېلو وسلو په واسطه بریدونه وکړل.
حلب د سوریې هغه لوی ښار دی، چې د ملکیانو د وضیعت په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.
په دې ښار کې د حکومت مخالفین وايي، د بشارلاسد د رژیم وفادار ځواکونه یي د ښار په عمده برخو کې پر شاه تمبولي دي، خو د سوریې دولتي تلویزون د سې شنبې په ورځ وویل، لا یي هم عسکر په دې سیمه کې پاتې دي.
په حلب کې چې شاوخوا دوه میلیونه وګړې لري روانې نښتې اوس د دواړو خواوو لپاره د شپاړلس میاشتنو نارامیو په لړ کې د ازموینې په میدان بدل شوی دی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونوعالي کمشنري یا یو این ایچ سي ار وایي، تر اوسه شاوخوا اتلس زره کسان د دې نارامیو له امله په دې ښار کې بې ځایه شوي دي.
د یو این ایچ سي ار ویاندې میلیسا فلیمینګ د مهاجرو د ستونزو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده:
((موږ په ځانګړي توګه اوس په دوامداره توګه د وسله وال خشونت په اړه اندیښه لرو، چې په سوریې کې او په خاصه توګه په حلب ښار کې کیږي.
موږ شاهدان یو، چې په حلب کې زرګونو ویریدلي اوسیدونکي په ښوونځیو، جوماتونو او عامو ودانیو کې د سرپناه په لټه کې دي، دلته داسې خلک هم شته چې له ښاره لا نه دي تښتیدلي.)
فلیمینګ د سوریې د مهاجرو د منلو لپاره د عراق هرکلۍ کړی.
د امریکا او ترکیې مشرانو د دوشنبې په سهار په داسې حال کې ټيلیفونې خبرې وکړې چې د سوریې په دوهم ستر ښار حلب کې د سختو جګړو له امله په زرونو کسان د تېښتې په حال کې وو.