د امریکا د بهرنیو چارو وزیره، شپږو افریقایي هیوادونو ته په سفر ځي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن، شپږو افریقایي هیوادونو ته په سفر ځي او په دې سفر کې به په امنیتي او اقتصادي مسلو خبرې وکړې.

کلنټن به د سفر په لومړې قدم کې په سینیګال کې دمه شي، له هغه ځایه به د افریقا نوي هېواد جنوبي سوډان ته او وروسته به یوګندا، کینیا او جنوبي افریقا ته لاړه شي.

چارواکې وایي، د کلنټن د سفرهدف د ډموکراټیکو ادارو غښتلتیا او اقتصادې وده ده.

د امریکا متحده ایالات غواړي، د وسلو او نشه یي موادو د مخنیوي او د تروریستې ډلو د فعالیتونو په بندولو کې له افریقایي دولتونو سره مرسته وکړې.

هیلری کلنټن به د کینیا او یوګندا له مشرانو سره په کتنې کې د سومالیا د بی ثباته وضعې په اړه بحث وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره به دغه راز په جنوبې افریقا کې له نیلسن مندیلا سره هم وګوري.