د کونړ امنیتي مسولین وایي، چې تیره شپه له وسله والو مخالفینو سره په اسمار او سرکاڼو ولسوالیو کې د طالبانو د یوه قوماندان په ګډون شپږ تنه وژل شوي.
په کونړ کې د ملي اردو ویاند جګړن شیرن اغا ازادۍ راډيو ته وویل، چې د قوماندان حضرت علي په ګډون څلور تنه په اسمار ولسوالۍ کی او یو وزیرستانې طالب په سرکاڼو ولسوالۍ کی د جګړې پر مهال وژل شوي.
بل پلو د بلخ امنیتي چارواکي وايي، چی تیره شپه یي په چهاربولک ولسوالۍ کې درې وسله وال مخالفینو له چاودیدونکو توکو سره نیولی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.