د اولمپیک په لوبو کې افغان سوک وهونکی اجمل فیصل ماته وخوړه

د لندن د اولمپیک په لوبو کې تیره شپه افغان سوک وهونکي اجمل فیصل د خپل فرانسوي سیال پر وړاندې ماته وخوړه.

د لوبې په دریو پړاونو کې فرانسوي سوک وهونکي نور علي اوبالي اجمل فیصل ته د اتو په مقابل کې په ۲۲ نمبرو سره ماته ورکړه.

له دې وړاندې د جوډو افغان ورزشکار اجمل فیض زاده هم د لندن په لوبو کې ماته وخوړه.

د افغان ورزشکارانو له ډلې څخه اوس زیاتې هیلي د تکواندو لوبغاړو روح الله نیکپا او نثار احمد بهاوي ته دي چې په راتلونکې اونۍ کې مسابقې لري.