امریکا: سخت بندیزونو لاهم ایران نه دی اړ کړی چې له اټومي غوښتنو لاس واخلي

د امریکا د دفاع وزیر وايي، سختو نړېوالو بندیزونو لاهم ایران اړ کړی نه دی چې له خپلو اټومي غوښتنو لاس واخلي.

خو لیون پنیتا ویلي فشارونه به اخر ایران دې ته اړه کړي څو هغه ګامونه چې سم دي، پورته کړي.

د امریکا د دفاع وزیر دا څرګندونې له منځني ختیځ او د افریقا له شمال څخه د خپلې پینځه ورځنۍ کتنې په ترڅ کې تیره ورځ په تونس کې کړي دي.

ټاکل شوې چې پنیتا نن قاهرې ته لاړ شي او د مصر له ولسمشر محمد مرسي او د پوځ له مشر فیلډ مارشال محمد حسین طنطاوي سره وویني.

د پنتاګون مشر به د چار شنبې په ورځ اسراییل ته چې مشران يې د ایران د اټومي فعالیتونو د مخنیوي لپاره پر دغه هېواد د برید پر موضوع غور کوي، هم سفر وکړي.

خو واشنګټن له اسراییل غواړي، چې د ایران په مسله کې دیپلوماسۍ او بندیزونو ته نور وخت ورکړي.

ایران ټینګار کوي، چې اټومي پروګرام يې د سوله ائیزو اهدافو لپاره دی.