کوټه کې د هدفي وژنو په پېښو کې شپږ تنه وژل شوي

پرون ماښام په کوټه کې د هدفي وژنو په پېښو کې د دوو پوليسو په شمول شپږ تنه د نامالومو وسلوالو په ډزو وژل شوي دي.

په يوه پېښه کې د وژل شوېو کسانو خپلو خپلوانو د قهر او غوسې په حالت کې د پوليسو د تاڼې مخ ته د احتجاج په توګه دوه موټر سوځولي او پوليسو ورباندې اوښکې بهوونکى ګاز ور غورځولى دى.

تیره شپه په کوټه ښار کې نامالومو وسلوالو په نيم ساعت کې يو په بل پسې د هدفي وژنو په پرله پسې څلورو پېښو کې د دوو پوليس عسکرو په شمول شپږه تنه په ډزو و وژل.

لومړۍ پېښه د ښار جنوب لوېديځ لور ته پر ارباب کرم خان سړک وشوه، موټرسايکل سپرو وسلوالو په يوه دوکان کې پر ناست کس ډزې وکړې او ځاى پر ځاى يې و واژه.

تر دې پېښې پينځلس دقيقې وروسته د سبزل سړک په پودګلي څلورلاره کې هم دې ته ورته نامالومو موټرسايکل سپرو وسلوالو پر دوو لارويو ځوانانو باندې ناببره ډزې وکړې چي يو يې ځاى پر ځاى و واژه او دويم تن هم د کوټې په نظامي روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

تر دې پېښې پينځه دقيقې وروسته پر جېل سړک باندې د يوه جامع جومات مخې ته دوه تنه امنيت ساتونکي پوليس هم د وسلوالو د ډزو هدف وګرځېدل. پوليس وايي نامالومو موټرسايکل سپرو وسلوالو د جومات مخې ته پر ولاړو پوليس عسکرو ناڅاپي ډزې وکړې چي يوه ځاى پر ځاى ساه ورکړه او بل په روغتون کې د درملنې پر مهال له سختو ټپونو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دې پسې بله پېښه هم جېل سړک ته څېرمه په اسماعيل کلي کې وشوه، هلته هم موټرسايکل سپرو وسلوالو يو لاروى په ډزو و واژه او د پېښې له ځايه وتښتېدل. د وژل شوي تن خپلو خپلوانو له روغتونه د خپل مړي تر را ايستلو وروسته د کوټې د لويې صدر تاڼې مخې ته احتجاج پيل کړ، سړک يې د موټرو پر مخ و تاړه او د حکومت او امنيتي ادارو په خلاف يې شعارونه ورکړل.

قهرجنو مظاهره چيانو د احتجاج پر مهال ورڅېرمه د پوليسو يوه ګزمه کوونکي موټر او شاوخوا څو نورو موټرو او يوه موټرسايکل ته اور ورکړ چي د مخنيوي لپاره يې پوليسو هوايي ډزې وکړې او پر مظاهره چيانو يې اوښکې بهوونکى ګاز ور وغورځاوه چي له امله يې د ورڅېرمه کورونو ډېر خلک بېهوښه او روغتون ته انتقال کړاى شول.

دا په داسې حال کې ده چي د يکشنبې په ورځ په کوټه ښار کې پوليس او ملېشه عسکر ځاى پر ځاى په امنيت ساتلو ګومارل شوي وو او له خلکو څخه يې تالاشۍ کولې، خو پر دې برسېره وسلوالو له موقعې څخه په استفادې سره د هدفي وژنو په پرلپسې څلورو پېښو کې د دوو پوليسو په شمول شپږ تنه و وژل او دوى د تل په شان د پوليسو له منګولو ازاد او په تېښته بريالي شول.

بارکوال مياخېل- کوټه