د پاکستان استخباراتي چارواکي وايي، د امريکا له خوا په يوه مشکوک راکټي بريد کې د افغانستان پولي ته څېرمه څلور مشکوک کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي توغندي د شمالي وزيرستان د ميرعلي په خوشحالي کلي کې يو موټر وويشت، چې څلور کسان يې ووژل، د دغو کسانو هويت تر اوسه نه دى څرګند.
د ازادۍ راډيو د خبريال په راپور کې د وژل شويو شمېر زيات ښوول شوى دى.
چارواکو پرون د نوم د نه ښوولو په شرط خبرې کړي، ځکه دوى اجازه نه درلوده چې په دې اړه له خبريالانو سره خبرې وکړي.
شمالي وزيرستان د القاعده د بهرنيو جنګياليو تر څنګ د ګڼو افغان او پاکستاني سخت دريځو عمده مرکز دى.