د سوریې حکومتي ځواکونو د مخالفینو پرضد درنې وسلې کارولي دي

د سوریې له حلب ښار څخه نن هم د شدیدو نښتو رپوټونه خپار شوي دي.

د سوریې حکومتي ځواکونو پرون ټوله ورځ د حلب ښار په ځیني برخو کې حملو ته دوام ورکړی دی.

ویل کیږي، چې د سوریې ځواکونو له ټانکونو، جنګي هیلي کوپټرو او جټ الوتکو څخه کار اخیستی دی.

د سوریې د رژیم ضد وسله والو پاڅون کونکو ویلي دي، چې پرون یې دپوځ د حملو په ځواب کې حملې کړې دي او ټانکونه یې ویجاړ کړي دي، خو د دوی دا ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.

د سوریې په حمص، درعا او حما ښارونو کې هم د جګړو رپوټونه خپاره شوي دي.

په عین حال کې، روسیې خبرداری ورکړی دی، چې د سوریې په حلب ښار کې یوه غمیزه د رامنځ ته کېدو په حال کې ده.

په دې ښار کې، چې له ترکیې سره پولې ته نږدې پروت دی، دوه ملیونه خلک اوسیږي.