په افغانستان کې د امریکا د لګېدلي مرستې څېړونکی پلاوی پروان ولایت ته تللی

په افغانستان کې د امریکا د مرستو د سمې لګیدنې د څېړلو په هدف راغلی امریکایي پلاوی نن پروان ولایت ته تللی دی.

د پروان د والي ویاند روشنا خالد آزادي راډیو ته وویل؛ چې دغه پلاوي د بیلا بیلو مسایلو په اړه د پروان له سیمه ییزو چارواکو او د خلکو له استازو سره خبرې کړي.

پروان ته تللي امریکایي پلاوي ویلي، چې له دې وروسته به د دوی مرستې په دې ولایت کې د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د کمیدو، د مخدرو موادو پرضد د مبارزې او د ښې حکومتدارۍ په برخو کې متمرکزې وي.