د مسکو د ښاروال مرستیال ″الکسانډر ریابنین″ په درې کاله بند محکوم شو

د مسکو د ښاروال پخوانی مرستیال ″الکسانډر ریابنین″ د اداري فساد په جرم د جمعې په ورځ په درې کاله بند محکوم شو.

د مسکو یوې محکمې په حکم کې ویلي، ریابنین د دندې پر مهال په غیر قانوني ډول ملکیت تر لاسه کړی دی.

د ریابنین مدافع وکیلان وايي، د محکمې په حکم به مرافعه وغواړي.

نوموړی د مسکو د اوږدې مودې ښاروال ″یوري لوژکوف″ مرستیال و. په خپله لوژکوف هم د وخت د جمهور رییس دمیتري میدودیف له خوا د ۲۰۱۰ کال سپتمبر میاشت کې له دندې لرې شوی و.