بارک اوباما اسراییلو ته د ۷۰ میلونو ډالرو مرستې لایحه لاسلیک کړه

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما هغه لایحه لاسلیک کړه؛ چې له مخې به یې اسراییلو ته د ۷۰ میلونو ډالرو نوره پوځې مرسته هم ورکړي.

جمهور رییس اوباما دا لایحه په داسې حال کې لاسلیک کړه؛ چې د جمهوریت غوښتونکي ګوند کاندید ″میټ رامني″ اسراییلو ته په سفر روان دی.

جمهور رییس اوباما وایي، واشنګټن به ډېر ژر اسراییلو ته د لنډ واټن توغندیو دفاعې سیسټم لپاره دا اندازه پیسې ورکړي.

د توغندیو دا دفاعي سیستم “د اوسپنې ګونبزه” نومول شوې او اسراییل ورباندي د توغندیو په مقابل کې د ځان دفاع کوي.

جمهور رییس اوباما له اسراییلو سره د امریکا د پوځي اړیکو د لاټينګولو د لایحې له لاسلیک مخکې په سپینې ماڼۍ کې وویل:

“زه ډېر خوښ یم، چې په روانې اونۍ کې به موږ وکړای شو، د اسراییلو ″د اوسپنې ګونبزې″ لپاره د نورو ۷۰ میلونو ډالرو مرسته اعلان کړو.

دا پروګرام د امنیت برابرولو او د اسراییلي کورنیو د حفاظت لپاره ډېر مهم دی. دا داسې پروګرام دی، چې مخکې ازمویل شوی او د اسراییلو په داخل کې یې د توغندیو مخه نیولې ده”.

جمهور رییس اوباما وویل، دا لایحه د اسراییلو پر وړاندې د امریکا د نه ماتیدونکې ارادې ښکارندوی ده.

رامني د اسراییلو پر وړاندې د اوباما په پالیسو انتقاد کوي او په انتخباتي مبارزې کې یې ژمنه کړې؛ چې اسراییلو ته به د امریکا مرستې زیاتې کړي.