د تاجکستان له ختیځه رپوټونه وايي، چې په سیمه کې د وسله والې نښتې د پای ته رسولو لپاره د حکومت او وسله والو جنګیالو ترمنځ موافقه شوې ده.
په سیمه کې د روانې اوونۍ له پيل راهیسې لږترلږه ۷۰ تنه وژل شوي دي.
د رپوټونو په حواله، وسله والو د وسلو د ایښودلو ژمنه کړې ده؛ خو اوسمهال د هغو څلورو تنو د خوشې کېدو په اړه مذاکرې روانې دي، چې د تاجکستان حکومت د جولای په ۲۱ نیټه په بدخشان کې د یوشمېر امنیتي ځواکونو د وژلو په تور نیولي دي.
په دوشنبې کې چارواکي وايي، چې له سیمې سره ټلفوني اړیکې سمې نه دي ځکه مخابراتي سیسټم په جګړه کې زیانمن شوی دی.
د تاجکستان حکومت وايي، چې د دوی ۱۲ عسکر، دیرش تنه، چې وسله وال جنګیالي ښودل شوي دي، او دېرش ملکي کسان په دې نښتوکې وژل شوي دي.