وروسته له دې چې د وسلو پر تجارت د بندیز د تړون نوې مسوده؛ پرون د ملګروملتونو پر غړو ووېشل شوه، نژدې اتیا هېوادونو په خپلو بیانونو کې هغه ډېره کمزورې وبلله او ویې غندله.
دې هېوادونو له مسودې څخه د مهماتو د برخې اېستو ته اشاره کوله او دا طرح یې ډېره محدوده وبلله. انتقادکوونکو همداراز ویل، چې د مسودې ژبه هم ډېره مبهمه ده.
په بیانونوکې د امنیت شورا پنځه دایمي غړي، امریکا، روسیه، چین، برتانیا او فرانسه نه دي شامل.
په همدې حال کې د عفوې د نړیوال سازمان او اکسفام په ګډون ځینو نړیوالو انجیوګانو؛ د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته په استولی لیک کې؛ د وسلو پر تجارت د بندیز په تړون کې پر مهاتو د بندیز غوښتنه هم کړې ده.
د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون په یوه بیان کې؛ پر دې اندېښنه ښودلې، چې د دې تړون د تصویب په برخه کې پرمختګ تردې دمه ډېر محدود دی.
په پام کې ده، چې د دې تړون په اړه خبرې به د جمعې په ورځ پای ته ورسېږي.