د پکتیکا په ښرنه کې د لومړي ځل لپاره د ځوانانو یوه ټولنه جوړه شوه

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې پرون د لومړي ځل لپاره د دې ولايت د ځوانانو د يوالي او فرهنګي خوځښت په نوم ازاده ټولنه جوړه شوه.

د ټولني مشر سيد حيات الله ځلاند وويل، دا په پکتيکا کې د ځوانانو لومړني ازاده او بې پري ټولنه ده؛ چې جوړېږي. ده وويل، د ټولنې هدف په پکتیکا کې د ځوانانو ترمينځ ټينګ يوالی، زده کړو ته د هغو هڅول، د نشه يي موادو او اداري فساد پرضد مبارزه او د هېواد د روانو حالاتو په اړه د خلکو له عامه پوهاوي سره مرسته کول دي.

ځلاند زياته کړه، چې د دوی په ولایت کې فساد او رشوت وروستي حد ته رسيدلي دي؛ خو ځوانانو کلک هوډ کړي، چه په فساد د ککړو اشخاصو پرضد به جدي مبارزه کوي.