د پښتني بانک پخوانی رییس حیات الله دیاني او د دې بانک درې نور پخواني کارکوونکي د فساد پرضد د ابتدایه محکمې له خوا د شلو کلونو په بند محکوم شول.
د لویې څارنوالۍ د اداري فساد پرضد د مبارزې د څانګې مسوول ابوبکر رفیعي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا څلور واړه د لسګونه میلیونه افغانیو د اختلاس په جرم محکوم شوي دي.
له دوي سره یوولس تنه نور هم د اختلاس په جرم له پنځه کلونو ځخه په زیات بند محکوم شوي دي.
خو د حیات الله دیاني ورور او د هغه د مدافع وکیل مرستیال خالد دیاني ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي د علني استیناف محکمې غوښتونکي دي ځکه چې د ده په خبره په دې برخه کې سمه څیړنه، نه ده شوې.