امریکا وايي، د سورېې دوه نور دیپلوماټان له حکومت څخه اوښتي دي

په داسې حال کې چې د سورېې په حلب ښار کې د حکومتي ځواکونو او وسله یاغیانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، امریکا وايي، د سورېې دوه نور دیپلوماټان له حکومت څخه اوښتي دي.

په قبرص او متحده عربي اماراتو کې د سورېې سفیران چې ښځه او خاوند دي، قطر ته رسیدلي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وویل، د سورېې لوړ رتبه دیپلوماټان له دې امله له حکومت اوړي چې پوهیږي د بشار الاسد د واکمنۍ پای ته یوازې څو ورځې پاتې دي.

دغه راز راپورونه وايي په عمان کې د سورېې د سفارت پوځي اتشه هم له خپل حکومت څخه اوښتی دی.

په عین حال کې د سورېې حکومت حلب ښار ته چې وسله والو یاغیانو نیولی وو په ټانکونو سمبال نور ځواکونو استولي دي.