روان کال په فراه کې ١٣ ښځې د تاوتريخوالي قرباني شوي دي

د فراه چارواکي په دې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ډيریدو خبر ورکوي.

دوي وایي چې یواځي په روان کال کې دیارلس ښځې په دې ولایت کې په بېلابېلو پیښو کې وژل شوي دي.

د فراه د ښځو چارو د ریاست مسولان وایي، چې په تازه پیښو کې یوه ښځه د خپل خاوند له خوا لومړی په جوشو اوبو سوځول شوی او بیا وژل شوی ده.

د فراه د ښځو چارو د ریاست چارواکي وایي، چې د دغو پیښو په اړه تردې دمه ۳ تنه نیول شوي دي.