داسې راپورونه شته، چې ویل کیږي یو شمېر وزیرانو لا تر دې دمه خپلې شتمنې نه دي ثبت کړي.
له فساد سره د مبارزې عالي اداره وایي، چې تر دی دمه ۳۵۰۰ دولتي مقاماتو خپلې شتمنۍ له دوي سره ثبت کړي خو څلورو وزیرانو تر دی دمه هغه فورمې چې یو کال مخکې یي وړې وې نه دي ډکې کړي او خپلې شتمنی یي نه دي ثبت کړي.
دا چې د دې عوامل څه دي؟
په دی اړه په کابل کې زموږ همکارې حمیده هارون عثمان له اداري فساد سره د عالي ادارې له مشر عزیزاله لودین سره یوه مرکه کړې: