هغه سړی چې د امریکا د کولاراډو ایالت کې د یوې سینما په تالار کې د ۱۲ کسانو په وژلو او د اته پنځوس نورو په ټپي کولو تورن دی د دوشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره محکمې کې څرګند شو.
نوموړی به د راتلونکې دوشنبې په ورځ په رسمي ډول تورن شي. ۲۴ کلن جیمز هولمز له ضمانت پرته د تیرې پنجشنبې په ورځ په قصدي ډول د ۱۲ کسانو د وژنې په شک نیول شوی دی.
د تیرې پنجشنبې په نیمه شپه نوموړي د سینما په تالار کې د یو فلم په افتتاحي نندارې کې پر خلکو ډزې وکړې.
د یکشنبې په ورځ ناوخته په زرګونو خلک اورورا په ښار کې چې دا پېښه په کې شوې وه راټول شوي و او د قربانیانو ویر یې کاوه. د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم ددې ښار په روغتون کې د پېښې له ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره وکتل.