امریکايي بې پیلوټه الوتکو د پاکستان په قبایلي سیمه کې ۱۲تنه مشکوک وژلي

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي دي، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو په قبایلي سیمه کې په یو برید کې ۱۲ تنه مشکوک وسلوال وژلي دي.

دې چارواکي ویلي، چې بې پیلوټه الوتکو د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې پر یوه ودانۍ څو توغندي وویشتل.

دا سیمه د هغو طالب او القاعده وسلوال له امله مشهوره ده چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو خلاف بریدونه کوي.

دا مهال د امریکايي بې پیلوټه الوتکو بریدونه چې سي اۍ اې یې تنظمیوي د ترورزیم خلاف جګړه کې مهم عنصر بلل کېږي.