د پروان پولیس وايي، د بریښنا د چارو د انجینرانو د قاتلینو د پیدا کولو په لټه کې دي

د پروان پولیس وايي، د بریښنا د چارو د دریو انجینرانو د قتل د عامیلینو د پیدا کولو په لټه کې دي.

دوه افغان او یو امریکايي انجنیر تیره ورځ د غوربند بامیانو پر لویه لاره د وسله والو په حمله کې وژل شوي دي.

د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ د امنیي قومندان صالح محمد ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا انجنیران په موټر کې روان وو چې نا معلومو وسله والو پرې ډزې وکړې:

(د یوه کورولا ډوله موټر څخه د شا له خوا د دغو کسانو پر موټر ډزې شوي دي. نور معلومات نشته حمله کونکي تښتیدلي دي.)

تر دې دمه کومې ډلې ددغو دریو انجینرانو د وژلو مسولیت پر غاړه نه دی اخستی.