په عراق کې بېلابېلو چادونو ٩٠ کسان وژلي او په لسګونه یې ټپیان کړي

عراقي چارواکي وايي، چې نن د بغداد د شمال په مختلفو سیمو کې په پرله پسې ډزو او چاودنو کې تر ۹۰ تنه وژل شوي دي او ګڼ شمیر کسان زخمیان دي.

چارواکو ویلي دي، چې په وژل شویو کې تر لسو زیات امنیتي ساتونکي دي.

ویل کیږي، چې د زخمیانو شمیر ۶۴ تنه دی.
د پیښو مسولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.