په هرات ولایت کې څلور تنه تخریب کاران نیول شوي دي

د هرات د ملي امنیت چارواکي وایي، نن یې څلور کسان نیولي، چې په تخریبي فعالیتونو کې یې لاس درلود.

د هرات ولایت د ملي امنیت له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي؛ چې د نیول شویو کسانو له ډلې څخه دوو تنو غوښتل، چې د شین ډنډ ولسوالۍ د ملي امنیت یو کارکوونکی وتښتوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نیول شویو کسانو خپل جرمونه منلي دي.