د امریکا په کولوراډو ایالت کې د لږترلږه ۱۲ تنو په وژلو تورن سړی (James Holmes) به نن محکمې ته ودریږي.
دی د تیرې جمعې په شپه په یوه سینما کې پر خلکو تر ډزو وروسته، له ضمانت څخه پرته، د اولې درجې متعددو قتلونو په تور نیول شوی دی.
تیره شپه د امریکا د کلووراډو ایالت په اورورا سیمه کې زرهاوو تنه را غونډ شوي وو او دې ډله ایزې وژنې د ویر مراسم یې تر سره کړل.
جمهور رییس بارک اوباما د پيښې د قربانیانو سره د لیدو لپاره د سیمې یوه روغتون ته ورغلی وو.
اوباما وویل، چې په پيښه کې د ۱۲ وژل شویو کسانو د کورنیو له غړو سره یې اوښکې توي کړې او د خواخوږۍ مراتب یې ورسره شریک کړل.
ولسمشر اوباما وویل: ″ما د هر قرباني له کورنۍ سره د لیدو چانس درلود. تر ډېره حده د وژل شویو کسانو پر خاطرو خبرې وشوې.
دا د هرې کورنۍ لپاره یو چانس و، چې د خپل زوی، ورور یا لور د ښه والي یاد تازه کړي، د راتلونکي لپاره د هغوی د پلانونو او خوبونو یادونه وکړي.
ما ټینګار وکړ، چې په داسې حالاتو کې یوازې خبرې کافي نه وې، خو زما مسوولیت و، چې د ټول ولس په استازیتوب ودریږم او ورته څرګنده کړم، چې په دې سخته شیبه کې موږ ټول ورسره یو او هره ورځ به د دوی په اړه فکر کوو.″