په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کونړ د پاکستان له خوا سل توغندي ویشتل شوي

د کونړ سیمه ییز چارواکي وایي، چې د تیرو څلوریشتو ساعتونو راهیسې د دغه ولایت په سرحدي سیمو د پاکستان له لوري سل توغندي لګیدلي دي.

د کونړ والي سیدفضل الله واحدي ازادي راډیو ته وویل، چې دغه توغندي ترډیره د دانګام ولسوالۍ په زوړ بره ول او سور کمر سیمو لګیدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له تیرو څلورومیاشتو راهیسې د دغه ولایت په سرحدي سیمو شااوخوا دوه زره توغندي لګیدلي؛ چې لس کسان یې وژلی اوله شلو زیات یې ټپيان کړي دي.

بل خواد افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته خبرداری ورکړ؛ چې پرختیځو سیمو د هغه هیواد له لوري د راکټي بریدونو دوام به د دواړو هیوادونو اړیکو ته سخت زیان ورسوي.

د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر ورغوښتی و؛ او په دې اړه یې ژوره اندیښنه ورته څرګنده کړه.