نړېوال بانک د افغانستان د کلیو د سړکونو د رغولو لپاره ۱۲۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

د افغانستان د مالیې وزارت وایي، چې د نړیوال بانک په ۱۲۵ ملیونو ډالرو نوې مرستې به دیارلس سوه کیلو متر نوي کلیوالي سړکونه او یو زره شپږ سوه متره پل او پلچکونه جوړ شي.

د دې وزارت مرستیال مصطفی مستور د یکشنبې په ورځ د دې تړون د لاسلیک په غونډه کې وویل؛ چې د لیرې پرتو سړکونو جوړول د هغو دوه ویشت پروګرامونه یوه برخه ده، چې افغان حکومت د ټوکیو کنفرانس ته وړاندې کړي.

ښاغلی مستور وایي، چې په دې یو سله پنځه ویشت میلیون ډالرو به دوهم او دریم درجه کلیوال سړکونه په راتلونکو پنځو کلونو کې جوړ شي.

″کلیوالي پروګرامونه او کلیو ته لاس رسی د هغه سند یوه برخه ده؛ چې د ټوکیو کنفرانس ته د افغانستان د خودکفایي لپاره وړاندې شو.

دا د خوښی ځای دی، چې زموږ دی پروګرام د ټوکیو له پروګرام وروسته ډېر ژر یو سله پنځه ویشت میلیون ډالره مرسته ترلاسه کړه، اصلاً کلیوالي سیمو ته د لاس رسي پروګرام درې سوه دوه دېرش میلیون ډالره ارزښت لري او غواړو، چې پاتی دوه سوه اوه میلیون ډالره دافغانستان د امانتي بیارغونې صندوق لخوا تمویل شي.″


د یاد تړون د لاسلیک په غونډه کې د فواید عامې وزیر ډاکټر نجیب الله اوژن او د کلیو د پراختیا وزیر ویس برمک هم حضور درلود او هر یوه په افغانستان کې د سړکونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.

د ښاغلي مستور په وینا دا دواړه وزارتونه په هیواد کې د دوهم او دریم درجه سړکونو د جوړولو مسولیت لري.

د کلیو د پراختیا وزیر ویس برمک په هیواد کې د دوهم او دریم درجې سړکونو اهمیت ته په کتو سره وویل؛ چې د دې سړکونو د جوړولو لپاره چې د پنځو کلونو لپاره کومه بودیجه په پام کې نیول شوې، کافي نه ده.

″کومه بودیجه چې د پنځو کلونو لپاره په پام کې نیول شوې، دا د وزارتونو ظرفیتونو ته په کتو سره په ډیر احتیاط په پام کې نیول شوې؛ خو دا چې نن موږ په ټول هېواد کې د اتیا زره کیلومټر کلیوالي سړکونو څخه خبرې کوو، نو زما په اند دا بودیجه ډیره کمه ده.

موږ غواړو، چې له یو کال وروسته خپله پلي کوونکي وړتیا وارزوو، که چېرې مو یې د پلي کولو توان درلود، نو موږ به په دې برخه کې له نړیوالې ټولنې نوره غوښتنه هم ولرو.″


د لیرې پرتو سیمو د لارو جوړولو پروګرام له تیرو لسو کلونو راهیسې د نړیوال بانک په مرسته په مخ وړل کیږي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د لیرې پرتو سیمو د لارو جوړولو پروګرام له دوه زره دوم میلادي کال راهیسې، له لس زرو کیلو مترو ډیر کلیوالي سړکونه او لارې رغولي او نږدې اوه اویا زره متره پول او پلچکونه یې جوړ کړي ذي.

د دوی په وینا همدا راز افغان دولت توانیدلی، چې ۱۰۵۰۰ کیلو مټر د دویمې او دریمې درجې سړکونه هم جوړ کړي.

خو خلک بیا شکایت کوي، چې په افغانستان سړکونه په سم کیفیت نه جوړيږي او یا هم ساتنه سمه نه کیږي، ځکه خو یو شمېر سړکونه له جوړیدو وروسته ډیر ژر بېرته خرابیږي.

راپور: ذکیه غیاثي نذیر