امنیتي چارواکي وایي، چې پرون د عراق په دو جنوبي ښارونو کې دو چاودنو چې ترمنځ یې څو دقیقې فاصله وه، لږترلږه ۱۶ کسان ووژل او لسګونه نوریې ژوبل کړل.
په محمودیه ښار کې چې د بغداد په جنوب دېرش کیلومټرۍ کې پروت دی او اکثره اوسیدونکي یې سونیان دي، پرون د روژه ماتي پر مهال د میلي بوسونو په یوه پارک کې دوه موټربم چاودنې وشوې.
پولیسو او روغتیایي کارکونکو د دوپولیسو په ګډون د لسو کسانو د وژل کیدو او ۳۶ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړ.
لس دقیقې وروسته شاوخوا شل کیلومتره لیرې د ″مادین″ ښار په یوه سرخلاصي مارکیټ کې د سړک د غاړې دوه بمونه وچول شول. د غه ښار چې د بغداد جنوب ختیځ لورې ته پروت دی هم اکثره اوسیدونکي یې سوني مسلمانان دي.
تراوسه خپلواکو منابعو د دغو چادونو او مرګ ژوبلو په اړه د چارواکو دغه څرګندونې چې د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط یې کړي، نه دي تایید کړي.