د ملي شورا دواړه جرګې خپلې غونډه نن پیلوي

ټاکل شوېده د ملي شورا د دواړو جرګو غونډې د اوړي له رخصتیو وروسته نن بیا پیل شي.

د ملي شورا غړي د جوزا یا غبرګولی له پنځلسمې نیټې څخه د یوې نیمې میاشتې لپاره په رخصتیو تللي وو.

د ولسې جرګې اداري پلاوی وایي؛ چې پر مهمو مسایلو بحث ته به د دې جرګې په غونډو کې لومړیتوب ورکړي.

په ملي شورا کې د ولسمشر کرزي وروستۍ وینا، د ټوکیو کنفرانس، له فساد سره مبارزه او ځینې نور مهم مسایل به د دې جرګې د بحثونو لومړنۍ اجنډا وي.