په واشنګټن کې نن د ″ایچ ای وي″ ویروس او ″ایډز″ ناروغۍ په اړه د نړۍ تر ټولو لویه غونډه جوړیږي.
د غونډې په درشل کې فعالانو د دې وبا چې یوازې تیر کال يې له امله یو نیم میلیون کسان مړه شوي، د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د چټک عکس العمل غوښتنه کړې ده.
ټاکل شوې، چې د ایډز په اړه په دې غونډه کې د سیاستوالو، ساینس پوهانو او فعالانو په ګډون پینځه ویشت زره کسان ګډون وکړي.
دغه راز د ۳۴ میلیونو کسانو څخه به چې دا مهال ″ایچ ای وي″ ویروس لري یو شمېر د دې غونډې پر مهال خپلې کیسې هم واوروي.