د عراق د مرستیال ولسمشر ″الخزايي″ پر ساتونکو وسله وال برید شوی

امنيتي او روغتيايي چارواکي وايي، د عراق د ولسمشر د مرستيال ″خضير الخزايي″ يو ساتونکى پرون په بغداد کې په ډزو ووژل شو.

خزايي د عراق له دوو مرستيالانو څخه يو دى، کله چې د بغداد په ″کراده″ سيمه کې په موټر کې ګڼو سپرو کسانو د ده پر ساتونکو حمله کوله د پېښې په وخت کې دى هلته نه و.

د خزايي بل ساتونکى ټپي شوى دى.

په جلا پېښه کې د عراق په شمالي ښار ″موصُل″ کې د پوځيانو د تېرېدو پر مهال چاودنه وشوه او لږ تر لږه شپږ کسان يې ووژل.

په وژل شويو کې څلور کسه ملکيان او دوه سرتېري دي. راپورونه وايي، په بريد کې درې نور سرتېري ټپيان شوي دي.