د داغستان په قفقاز کې د سخت دریځو پر وړاندې عملیات پای ته ورسېدل

د روسيې د داغستان په قفقاز جمهوريت کې چارواکي وايي؛ د سخت دريځو پر وړاندې عمليات پرون پايته ورسېدل.

د ټروريزم په وړاندې دغه عمليات د داغستان د مرکز په ″کيروف″ ولسوالۍ کې د شنبې په سهار پيل شوي وو.

په راپورونو کې ويل شوي، يوازې د سخت دريځو وسله والو يوه ډله په يوه کور کې راګير شوه، د ولسوالۍ اوسېدونکي بل ځاى ته انتقال شول او پوليسو له سخت دريځو وسله والو وغوښتل؛ چې د کور خاوند او د هغه مېرمن خوشې کړي.

کله چې کور له ملکيانو تش شو او وسله والو له تسليمېدو ډډه وکړه؛ امنيتي ځواکونو پر کور بريد وکړ. راپورونه وايي، دوه سخت دريځي وسله وال له منځه وړل شوي دي.