نارنج ماڼۍ د ويجاړۍ په حال کې ده

نارنج ماڼۍ یا زوړ ښار ، چهلزینې، د احمد شاه بابا مقبره، میرهزار جامعه ، موى مبارک او د میرویس نیکه زیارت د کندهار ښار له مهمو تاریخي ابداتو شمېرل کیږي.

د کندهار اوسېدونکي او فرهنګیان د دغو خورا مهمو تاریخي ځایونو د له منځه تلو په اړه اندیښنه ښکاره کوي.

د خلکو په خبره که چېرې د دغو لرغونو ځایونو رغولو او ساتلو ته پاملرنه ونه شي نو کېدى شي بېخي له منځه لاړ شي.

په کندهار د ازادۍ راډیو خبریال محمد صادق رښتیني په جلا جلا توګه د دغو تاریخي ځایونو په اړه له خلکو او مسوولینو سره خبرې کړي او لومړنی راپور يې د نارنج ماڼي یا زوړ ښار په اړه دى

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د نارنج ماڼۍ په اړه راپور