د سوریې حکومتي ځواکونو په دمشق کې د یاغیانو په سنګرونو پراخې تهاجمي حملې پیل کړي او دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په دې هېواد کې خپل د څارنې ماموریت د نورو دېرشو ورځو لپاره وغځاوه.
د ملګرو ملتونو ماموریت تر ډېره حده اغیزناک نه دی.
یاغیانو هم د جمعې په ورځ د سوریې د دوهم ستر ښار ″حلب″ په ځینو برخو کې له حکومتي عسکرو سره نښتې وکړې. د پنجشنبې په ورځ وسله والو مخالفانو له عراق او ترکیې سره د سوریې سرحدې دروازې نیولې وې.
په زورنو ملکیان له شخړو څخه د ژغورنې په مقصد لبنان او عراق ته تښتې.
د ملګرو ملتونو د مهاجرو عالي کمشنرۍ وایي، په تېرو اته څلویښتو ساعتونو کې د اته نیم زرو او دېرش زرو تر منځ سوریایان، لبنان ته اوښتي او دغه راز په زرونو عراقي مهاجر هم له سوریې څخه بیرته خپل وطن ته ستانه شوي دي.
فعالان وایي، په تېرو دوو ورځو کې د سوریې په شخړو کې له ۴۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي او دا په تېرو ۱۶ میاشتو کې د پاڅون له پیل راهیسي تر ټولو ستره وژنه ده.