امریکایان د هغو دولسو کسانو د وژلو او د اته پنځوسو ټپي شویو ویر کوي؛ چې په کولوراډو کې د یوه نوي فلم د نندارې پر مهال وویشتل شول.
د ″ارورا″ د سیمې د پولیسو مشر ″ډان اوټیس″ وویل، د زخمیانو په ډله کې دېرش تنه لاهم په روغتون کې دي او د یولسو روغتیایي وضعه ښه نه ده.
د جمعې په شپه څلرویشت کلن، ″جیمز هولمز″ سینما ته ننوت، له دوو ډبیو څخه یې ګاز وشینده بیا یې ډزې وکړې.
هولمز بیا هغو پولیسو ته چې د پیښې ځای ته ورغلل، تسلیم شو. دغه مشکوک کس تر اوسه نه دې ویلي، چې له ترورستانو سره یې اړیکي وې که نه وې.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي، د پیښې له امله یې سخت ټکان خوړلی او زیات خواشینی دی:
“دا ډول شخړه ، دا ډول شر بې معنی عمل دی. هیڅ دلیل نه لري. موږ به هیڅکله پوه ه نه شو چې ولې یو کس نور خلک وژنې، خو د ژوند کولو په ارزښت پوهیږو.”
پولیس وایي، حمله کوونکي له ځان سره چاقو، ټوپک او توپانچه درلودل او د مرمیو ضد واسکټ یې اغوستی و.