د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما وایي، د ″کولورادو″ ښار په یوې سینما کې د ډزو په پیښې یې سخت ټکان خوړلی او زیات خواشینی دی.
د جمعې په شپه یوه حمله کوونکي په سینما کې په ناستو خلکو ډزې وکړې، لږ ترلږه ۱۲ کسان یې ووژل او شاوخوا پنځوس نور یې ټپیان کړي دي.
جمهور ريیس اوباما وویل:
“دا ډول شخړه، دا ډول شر بې معنی عمل دی. هېڅ دلیل نه لري. موږ به هیڅکله پوه ه نه شو چې ولې یو کس نور خلک وژنې؛ خو د ژوند کولو په ارزښت پوهیږو.”
″ډینور″ ښار ته نږدې د ″ارورا″ ښارګوټي پولیس وایي؛ حمله کوونکی د غاز ماسک اغوستی و، په سینما کې پر ناستو خلکو یې د غازو ډبې وغورځولې او ډزې یې وکړې.
پولیس وایي، حمله کوونکي له ځان سره چاقو، ټوپک او توپانچه درلودل او د مرمیو ضد واسکټ یې اغوستی و.
پولیسو حمله کوونکی نیولی دی.