د بلغاریا چارواکي وایي، هغه ځان وژونکی، چې پنځه اسراییلیان یې ووژل، بهرنی تبعه و.
د وژل شویو اسراییلیانو مړي له بلغاریا څخه اسرايیلو ته انتقال شول او د جمعې په ورځ په مختلفو برخو کې خاورو ته وسپارل شول.
د چهارشنبې په ورځ یوه ځان وژونکې د بلغاریا په ″برګاس″ هوایي ډګر کې په هغه بس کې ځان والوزاوه؛ چې اسرايیلې سیلانیان په کې سپاره وو. په حملې کې له دېرشو زیات کسان ټپیان شوي دي.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزیر ″څویتان څویتانوف″ د جمعې په ورځ د پیښې د څيړنو په اړه په بورګاس ښار کې یوه خبرې کنفرانس ته د خبرو پرمهال وویل:
“موږ د هغه سړی په اړه خبرې کوو، چې بهرنی هویت لري. دا سړی بلغاریایي نه دی او په دې توګه د هرې بهرنۍ استخباراتي موسسې مرسته د ستر اهمیت وړ ده.”
د اسراییلو صدراعظم ″بنیمین نتنیاهو″ ایران او حزب الله ډله په دې ځان وژونکې حملې کې په لاس درلودلو تورن کړي دي.